هرات؛ پر ۳۲۱ راستنو شویو کورنیو څه باندې ۳.۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۴:۳۵
K

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ او د هرات ښار د يوولسمې او پنځلسمې ناحیو پر ۳۲۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ۳ میلیونه، ۳۷۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.

یاده نغدي مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه، په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

نورستان؛ پر ۸۶ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۴۳۰ کمپلې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۸۶ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۴۳۰ کمپلې ووېشل شوې.

دغه مرسته د افغانستان نړیوال بانک له لوري چمتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

هرات؛ پر ۳۲۱ راستنو شویو کورنیو څه باندې ۳.۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ او د هرات ښار د يوولسمې او پنځلسمې ناحیو پر ۳۲۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ۳ میلیونه، ۳۷۰ زره او ۵۰۰. . .

BACK TO NEWS