هرات؛ د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ترکیې سرې میاشت ۹۲۲ ټنه د بشري توکو مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۴ - ۱۰:۲۲
هرات؛ د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ترکیې سرې میاشت ۹۲۲ ټنه د بشري توکو مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

جمعه، ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د  ترکیې سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له زیانمنو کورنیو سره د ۹۲۲ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي خوراکي توکو مرسته د اورګاډي له لارې  هرات ولايت ته راورسېده.
  یاده بشري مرسته د هرات په روزنک د اوسپنۍ پټلۍ تم ځای کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال په لاس د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ته وسپارل شوه.
په مراسمو کې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسئول ښاغلي احمد سلیمان، افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې رئیس ښاغلي نعیم الله کریمي، د مرکزي او سیمه ییزو دفاترو مسئولینو او یو شمېر دولتي چارواکو هم ګډون درلود.
 د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ترکیې له همېشنیو مرستو مننه وکړه او ویې ویل: دا بشري مرسته د زلزلې له زیانمنو وګړو سره د انساني همدردۍ ښکاره ثبوت دی او افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې په بشپړ شفافیت سره به یې تر مستحقو کورنیو رسوي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال په خپلو خبرو کې وویل: "دا ۹۲۲ ټنه مرسته، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې شامل دي، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو،  په ځانګړي ډول د کونړ زلزله ځپلو کورنیو لپاره افغانستان ته رالېږل شوې، څو په دې بېړني حالت کې زیانمنې کورنۍ ترې ګټه واخلي او تر یو حده یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ترکیه به تل د افغان ولس سره په سختو شرایطو کې ولاړه وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS