نیمروز ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښارکې ۳۰۰ پېښځپلو او اړمنو کورنیو سره د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو وريژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو دال، ۲ کیلو عدس، ۲ کیلو می، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو شوله یي وریژې، یو د ماشومانو جمپر او یو څادر شامل وو.

