نړیوال فدراسیون د افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د کډوالو او پېښو د مدیریت لپاره  همکاري پراخوي

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۴:۲۳
نړیوال فدراسیون د افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د کډوالو او پېښو د مدیریت لپاره  همکاري پراخوي

پنجشنبه، ۶ صَفَر ۱۴۴۷
ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د ملي ټولنو د ‎نړیوال فدراسیون د اسیا-پاسفیک حوزې د روغتیا، اقلیمي بدلون او پېښو د برخې له عمومي مسئول ښاغلي جُی سینګال او مل پلاوي سره د بې سرپرسته کورنیو، طبيعي پېښو زیانمنو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي او دې برخه کې د همغږۍ په موخه وکتل. 
کتنه کې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو په اړه د خبرو ترڅنګ د کډوالو ستونزو د حل او د هغوی د ځان بسیاینې لپاره د پراخو همکاریو او اغېزمنو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
ښاغلي جُی سینګال ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د بېړنیو مرستو چمتو کولو، د راستنېدونکو کډوالو کورنیو پر ځان د بسیاینې او نورو بېلابېلو پروژو په پلي کولو کې به همکاري وکړي، څو د شته ستونزو او ننګونو په حل کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۸:۱۱
Background image

کونړ؛ له زلزله ځپلو کورنیو سره دوه ویشت نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند په بېلابېلو کلیو کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

کونړ کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ٢٦ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢١٠١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۸:۲۷
Background image

ننګرهار؛ ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ رببع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

BACK TO NEWS