نورستان او سرپل ولايتونو کې نشراتې غونډې!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د نشراتي ناستو په لړ کې، د جمادی الثاني ۴مه، د سرپل ولایت ښوونیز مرکز کې ۱۱۵ تنه زده کوونکو او ښوونکو او په ۳مه د نورستان ولايت واما ولسوالۍ کې د مدرسې ۸۰ ﺯده کوونکو ته نشراتی غونډې جوړې شوې. په یادو غونډو کې د نشراتو مدیرانو له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، اصول، نښانونه، او د افغاني سرې میاشتې چوپړونه تشریح شول. د غونډو په پای کې ګډونوالو ته نشراتي مواد وویشل شول.