نن بيا هم افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته نور ۷ تنه ماشومان پلازمېنه کابل کې د حاجى امير ﺯاده روغتون ته د عملیاتو او درملنې په موخه ور وپېژندل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۳
نن بيا هم افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته نور ۷ تنه ماشومان پلازمېنه کابل کې د حاجى امير ﺯاده روغتون ته د عملیاتو او درملنې په موخه ور وپېژندل!

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰۶ ماشومان کابل کې بېلابېلو روغتونو ته ور پېژندلي. د یادونې وړ ده، چې په تېر یو کال کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۷۹ تنه د درملنې په موخه روغتونونو ته ور پېژندلي، چې له جملې یې ۹ تنه له هېواد دباندې لېږل شوي. د یادو ناروغو ماشومانو د مرض وخامت ته په کتو په هر ناروغ له ۷۵۰۰۰ تر ۲۱۰۰۰۰ افغانیو لګښت راځي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري تادیه کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ افغاني سرې مياشتې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه کړې ده

شنبه، ٢٩ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کندز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٥٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ څه باندې ۵ زره زده کوونکو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوې دي

شنبه، ٢٩ جمادى الآخره ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥١٢٨ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۹:۴۳
Background image

نورستان کې ۱۵۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره درې میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۳،۷۵۰،۰۰۰). . .

BACK TO NEWS