ننګرهار!
 
              د ننګرهار ولايت د مهمند درې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې د ورښتونو او سيلاب له امله له ۲ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه. په مرسته شويو توکو کې ۲۰۰ کيلو اوړه، ۴۹ کيلو وريژې، ۲۰ ليتره غوړي، ۲ غذايي کيټونه ۶ تختې کمپلې، ۱ ترپال، ۲ د اوبو د ذخيره کولو بوشکې، د پخلنځي ګڼ توکي او خېمه شامل وو.
