ننګرهار!
نن یکشنبه د شعبان په ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې ۳۱۲ تنه وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره د کیمياوي سرې (سونا یوریا) مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لورې چمتو شوې وه په کې هر بزګر ته ۳ بورۍ (۱۵۰ کیلو ګرامه) سره ورکړل شوه.
