ننګرهار ولایت حصارک او چپرهار ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې په موخه ۹۰۰ بیوزلو کورنیو ته د مرستې کارتونه وويشل شول!
د بشري مرستو په لړۍ کې، افغاني سرې میاشتې ختیځ زون ساحوي ریاست او ننګرهار سرې میاشتې نمایندګۍ د کارمندانو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ، جوکان، لاجګړ، خنجر، فرجینه، میاګان او د چپرهارلسوالۍ په کنډیباغ، قلعه شیخ، بی بی مهرو، څلوزي، ماڼو، لونګپور، ګوداره او ېو شمېر نورو سيمو کې د ۹۰۰ بیوزله کورني سروې د صفر المظفر په ۲۷مه نیټه پای ته ورسیده.چې په نیږدې راتلونکې کې به نوموړو کورنيو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري اړیني مرستي تر سره شي.