میدان وردګ!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۱۵
 میدان وردګ!

افغاني سرې مياشتې په ټول هېواد کې هېوادوالو ته د روغتيايي خدماتو ترسره کولو په موخه ګرځند، ثابت او فرعي کلينيکونه رامنځ ته کړي، چې په ورځينۍ توګه اړمنو، پېښځپلو او بې وسه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.د يادو روغتيايي مرکزونو له جملې څخه يو هم د میدان وردګ ولايت روغتيايي مرکزونه دي، چې په تېره يوه مياشت کې يې ټولټال ۵۹۱۲ تنه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات ترسره کړي. چې له دې جملې يې د ۲۴۲۷ ناروغانو کتنه او درملنه کړې او وړيا درمل يې ورکړي، د ۲۸۸ ټپيانو پانسمان يې کړی، ۵۰۵ ښځو او ماشومانو ته بېلا بېل واکسينونه تطبیق کړي، ۲۳ تنه په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي،۳ ميندو ته له زېږون مخکې او وروسته د روغتيايي ساتنې اړوند اړينې مشورې ورکړي، همدارنګه ۲۶۶۶ تنو ته د ځان ساتنې روغتيايي لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړی.

kk

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۹:۵۴
Background image

کاپيسا کې د برېښنا شارټۍ له امله د معلول شوي هېوادوال سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ د حکم پر اساس د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په اسپه خېلو کلي کې له هغه تازه معلول شوي هېوادوال سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۷:۵۹
Background image

د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

کابل، دوشنبه، ۱۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او آمرینو لپاره د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو. دغه ورکشاپ د. . .

BACK TO NEWS