میدان وردګ!

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې د ویش په موخه د افغاني سرې میاشتې له لوري تېره ورځ د زیانمنو کورنیو د تثبیت پیل شوې سروې نن پای ته ورسیده. افغاني سرې میاشتې له دې وړاندې هم په یادو سیمو کې ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته د خیمو ترپالونو، د پخلنځي د ګڼ شمېر توکو او د اوبو د ذخیره کولو د لوازمو مرسته ویشلې وه. د سیلابونو له راتلو وروسته سیمې ته د افغاني سرې میاشتې تللي روغتیاپال لا هم په سیمه کې پر خدمت بوخت دي.