میدان وردګ!
 
              د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د تکانې سیمې اړوند کلیو کې د ورستیو سیلابونو له امله اغېزمنو شویو کورنیو سره د اړینو بېړنیو توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې خیمې، کمپلې، د اوبو د ذخیره کولو وسایل، د پخلنځي ګڼ وسایل او یو شمېر نور توکي شامل وو.
