میدان وردګ ولايت کې ۶۹۶۱ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

میدان وردګ ولايت کې ۶۹۶۱ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د میدان وردګ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۰۵۰ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۸۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۵۸ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۱۸۰ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۷۷ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۳۹۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۱۸ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.