میدان وردګو ولایت کې ۲۲۸ زده کونکو ته ښوونیز خدمات
د افغاني سرې میاشتې اړوند د میدان وردګو ولایت ښوونیز مرکز د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۲۲۸ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې.
یاده موده کې ۲۰ تنه زده کونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۲۰۸ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.