میدان وردګ؛ په یوه میاشت کې له ۴ زرو ډېرو ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي
پنجشنبه، ۲۰ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۷۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۳۵۱ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
