ميدان وردک!
ټول هېواد کې ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د نغدي مرستې په بهیر کې، افغاني سرې میاشتې نن دوشنبه، د ربيع الأول د مياشتې پر ۱۷مه، د ميدان وردک ولایت مرکز ميدان ښار په شمول ۸ ولسوالیو کې پر ۷۰۰ بې سرپرسته کونډو د ۵۹۵۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل کړه.ياده نغدي مرسته کې چې نن او سبا ورځ به دوام ومومي، هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸٥٠٠ افغانۍ ورکول کېږي.