فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه
جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.
د سیالیو په وروستۍ لوبه کې د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت د نماینده ګۍ فوټسال لوبډله د دلارام لوبډلې پر وړاندې ولوبېده، چې په پایله کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴ پر صفر ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.
همدا راز، د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ لوبډلمشر استاد فاروق بارکزی د خپلې غوره لوبېدنې له امله د جام د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
دغه سیالۍ د ورزش د ودې او د ځوانانو د هڅونې په موخه پر لاره اچول شوې وې.
