فارياب؛ د زرګونو هېوادوالو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوي دي
پنجشنبه، ۱۵ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٢٠٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٤٣٢ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
