غزني!
نن د ربیع الاول پر ۲۰مه، افغاني سرې میاشتې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۳۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، پر ۵۰۰ بېوزله او اړمنو کورنيو ووېشله.هرې کورنۍ ته ٤٠ كيلو اوړه، ٥ كيلو وریژې، ٥ كيلو غوړي، ٥ كيلو لوبیا، ٥ كيلو بوره او ٢ كيلو خرما چې ټول ٦٢ كيلو كېږي وركړل شول.