غزني کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو سره څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۸:۲۵
غزني کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو سره څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۶ رجب ۱۴۴۷
د غزني ولایت په مرکز او جاغوري ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره دوه ویشت میلیونه او سل زره (۲۲،۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته ۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه ده، چې دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو لپاره د ورځنیو او بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم پر یادو کورنیو ۱۹ نیم میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.
افغاني سره میاشت د پېښو پر مهال د هېوادوالو د لاسنیوي سرچینه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS