عمومي رئیس؛ پکتیا کې به نږدې راتلونکي کې پر ۵۰۰ کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شي

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۳۳
bvght

شنبه، ۱۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د پکتیا ولایت د والي ښاغلي الحاج ملا مهرالله حماد تر منځ مرکزي دفتر کې د پکتیا مېشتو اړمنو او بېوزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت، بېړنیو اړتیاوو او ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا ولایت والي سره اړمنو او بې وسه کورنیو ته د مرستو برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې نږدې راتلونکي کې به ۵۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چمتو او ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۶
Background image

دایکندي؛ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ناروې سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۲
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۴۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS