شيخ الحديث شهاب الدين دلاور: د رواني ناروغانو د درملنې خدمات پراخوو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۱۳
شيخ الحديث شهاب الدين دلاور: د رواني ناروغانو د درملنې خدمات پراخوو

شنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، ننګرهار کې د ختیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
لیدنه کې ښاغلي دلاور، رواني ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو د کیفیت، تفرېح ځایونو، پخلنځي او استوګنځايونو  وضعيت و ارزوه.
 نوموړي مسٸولينو ته له ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رويې او د پاکوالي په برخه کې پر جدي پاملرنې ټينګار وکړ او هم یې د دوی هر اړخیز خدمتونه وستایل.
ښاغلي دلاور وویل: افغاني سره میاشت به د رواني ناروغانو لپاره د لا ښه والي په موخه د درملنې او هر اړخیزه خدمتونو د پراختیا په برخه کې چټک ګامونه واخلي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS