سمنګان کې پر ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۷:۴۶
سمنګان کې پر ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۲۳ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس، ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له مل پلاوي سره شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې ۳۰۰ ‎زلزله ځپلو کورنيو ته درې میلیونه او یو سل و پنځوس زره (۳،۱۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور د زلزلې له امله زيانمنو کورنیو ته د دې سترې غمیزې په اړه خپل تسلیت وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه، چې د هغو کورنیو غړي چې د زلزلې له امله شهیدان شوي دي، هرې کورنۍ ته به په نږدې ورځو کې پنځوس زره افغانۍ ورکړل شي.
په پای کې ښاغلي دلاور د نړیوالو کاري شریکانو، په ځانګړې توګه د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون څخه مننه وکړه، چې تل یې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د پېښځپلو وګړو لاسنیوی کړی. هغه زیاته کړه، چې د دغو خیریه سازمانونو او نړیوالو کاري شریکانو همکاري د لویو بشري کړاوونو په وړاندې یو ستر ملاتړ دی، چې د دې مرستو له لارې د زیانمنو شوو خلکو ژوند یوه اندازه پر ځان بسیا کېدلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS