سمنګان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره بشري مرسته وشوه
سې شنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۴ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیټ او دوه کارتنه خُرما ورکړل شوه.
