سمنګان؛ له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
جمعه، ۲۸ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د چین سره صلیب، اتصالات مخابراتي شرکت او یوه خیرپال سوداګر له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده نغدي مرسته د زلزله ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ له ۲۲۵ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې وه.
افغاني سره میاشت د کاري شریکانو په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د اړتیا پر مهال اړینې مرستې برابروي.
