سرپل؛ د پېښو مديريت روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولايت نماينده ګۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې ټيم ٢٠ تنو غړو ته شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصديقپاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ د پېښو پر مهال ځواب وينې برخه کې د ګډونوالو د وړتیاوو لوړولو، پر وخت د چټک او اغېزمن ځواب ویلو، د زيانمنو د ژغورنې او لومړنیو مرستو د وړاندې کولو په موخه د مهارتونو د پياوړتيا لپاره ترسره شو.