زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
چهار شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د زابل ولایت مرکز قلات کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د ترکې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲ کیلو نخود، ۲ لیتره غوړي، ۲ کیلو دال، ۳ کیلو بوره، ۱ کیلو نخود، ۶ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا او ۲ کیلو عدس شامل وو.
