زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په شملزو ولسوالۍ کي ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي توکې ووېشل شول!
یکشنبه د روان سپوږمیز کال ۱۴۴۴ د محرم الحرام په ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د شملزو په ولسوالۍ کې ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکې توکي ووېشل شول. یاده مرسته چې د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه بنسټ لخوا چمتو شوې وه، د افغاني سرې میاشتې کارمندانو او د یاد خیریه بنسټ د نمایندګانو په حضور کي یادو کورنیو ته ووېشل شوه، په مرسته کی لاندې توکي شامل وو:
۱ - ۵۰ کیلو اوړه
۲ – ۱۰ کیلو لوبیا
۳ – ۱۰ کیلو وریژي
۴- ۱۰ کیلو مکروني
۵- ۶ کیلو خُرما
۶- ۱۰ لیتره غوړي
۷- یوه کیلو مالګه.