زابل او ارزګان کې ۸۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۸:۲۵
زابل او ارزګان کې ۸۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې

شنبه، ۲۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د یو شمېر سیمو ۴۰ تنو او همدا راز، د زابل ولایت مرکز کلات ښار د یوې لرې پرتې سیمې ۴۰ تنو فعالو او مسلکي رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو ۸۰  بستې ورکړل شوې.
په هره روغتیايي بسته کې پلاسترونه، پايوډین، د ټپونو پټۍ، صابون، دستکشې او نور اړین توکي شامل وه، څو رضاکاران ترې په خپلو اړونده سیمو کې د اړتیا پر وخت زیانمنو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو د رسولو برخه کې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS