د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
بلخ
د دندې عنوان: داخله ډاکټر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: بلخ
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0270
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۱/۲۱
۱۴۰۵/۴/۱۶
2026/7/July
موخه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ثابتو روغتیایي کلینیکونو په کچه روغتیایي چارې تنظیمول.
دندې او مسؤولیتونه:
لومړی: کاري پلان ترتیبول او اړوند پورته مسؤول ته په میاشتني، درې میاشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو کړنو راپور ورکول.
دویم: د ګټه اخستونکو رضایت ترلاسه کول.
دریم: غوره کیفیت لرونکي روغتیایي خدمتونه وړاندې کول.
څلورم: د کلینیک له کړنو څخه اړوند څانګې ته راپور ورکول او پر خپل وخت اړین درمل غوښتل.
پنځم: د مشمولینو روغتيايي اړتياوې تشخيصول، ارزول او پر بنسټ یې اړین درمل چمتو کول یا پېرل.
شپږم: د افغانی سرې میاشتې ټولنې اړوند روغتیايي مسؤولینو سره په پرلپسې توګه اړیکه نیول.
اووم: د افغانی سرې میاشتې ټولنې د اصولو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره د روغتیایي مرکزونو د ځان بساینې په موخه پروژوي پلانونه وړاندې کول.
اتم: له اړونده ټاکلې بودیجې سره سم د روغتیایي کړنو لپاره کلنی پلان جوړول او پلي کول.
نهم: په پرلپسې توګه د ښځینه ناروغو مشمولینو لیدنه کول.
لسم: له خوراک مخکې او وروسته خوارکي توکي کتل (ملاحظه) کول.
یوولسم: د هېواد نافذه قوانینو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
دولسم: په اړوندو برخو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسؤول ته مفیدې مشورې ورکول.
دیارلسم: د مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
څوارلسم: حاضرۍ ته جدي پابندي کول.
پنځلسم: له مراجعینو او کارکوونکو سره غوره اخلاق او ښه چلند کول.
شپاړسم: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قانون، د بشري سرچینو د ریاست د کړنلارې او شریعت مطابق ټولو هغو اړوندو کاري دندو چې د اړوند آمر یا رئیس له لوري یې لارښوونه کېږي؛ کاري چارې سرته رسول.
اولسم: اداري رازونه ساتل.
اتلسم: د خپل مسؤولیت د موخو او راتلونکو کړنو د لاغوره پلي کیدو او لاسته راوړنو په موخه؛ نوښتونه رامنځته کول او اړین تصمیمونه نیول.
نولسم: د حجاب په شمول ټولو دیني مسائلو ته په عملي توګه جدي پاملرنه کول.
شلم: د ښو لاسته راوړنو په موخه د ترلاس لاندې کارکوونکو ټولې ورسپارل شوې کړنې تعقیبول، څارل او ارزول.
یوویشتم: د اړونده څانګې ټولو وسائلو ( توکو او عراده جاتو) څخه معقوله ګټه اخیستل او ساتل.
دوه ویشتم: دا لائحه له منظورۍ وروسته د اجرا وړ ده، خو وروستۍ نده؛ د اړتیا په صورت کې زیادت، کمښت، لنډښت، الغاء او تعدیل پکې راتلای شي.
د دندې شرایط:
د معالجوي طب په برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل؛ په یاده برخه/ رشته کې د لوړې تحصیلي درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د دندې اړوند لږ تر لږه یو (1) کلنه کاري تجربه درلودل.
د عامې روغتیا وزارت د ایګزېټ (Exit) ازموینې سند درلودل شرط دي.
په رسمي ژبو (پښتو او دري) پوهېدل او په انګلیسي ژبه د لیکلو او خبرو کولو وړتیا درلودل.
په دندې پورې اړوند کمپیوټري پروګرامونو برخه کې لازم مهارتونه درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.