د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۱۶
نیمروز

Publish Date

Closing Date

Location

نیمروز

د دندې عنوان: نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کمپ رواني سلاکاران ( کپل)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
بخش:   روغتیا
د دندې ځای: نیمروز
د قرارداد وخت: درې میاشتې
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: نارینه/ ښځینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  HR@0110
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۴/۶
۱۴۰۴/۷/۶
2025/Sep/28

د دندې موخه:
 د رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه (رواني لومړنۍ مرستې) وړاندې کول، د ګرځنده روغتیایي ټیم رضاکاران تنظیمول، د ټولنې له وګړو، مخورو او مشرانو سره همغږي او اړیکې تامینول.

دندې او مسئولیتونه:
1.    د رضاکارانو لپاره د MHPSS سیمه ییز فعالیتونه چمتو او د عامه پوهاوي کچه لوړول.
2.    ټولنو ته د افغاني سرې میاشتې د طبي او MHPSS خدمتونو په اړه دقیق معلومات ورکول.
3.    ډاډ تر لاسه کول، چې په بېړنۍ روغتیا کې د خوندیتوب، جنډر او شمولیت معیارونه د انساني کرامت، لاس رسۍ، ګډون او خونیتوب له چوکاټ سره سم برابر شوي دي.
4.    د ټولنې له وګړو سره اړیکې نیول، څو د MHPSS ښه همغږي او خدمات وړاندې شي.
5.    پېښځپلو ته لومړنۍ رواني مرستې وړاندې کول.
6.    د پېښو له امله د رواني ستونزو، د مثبت او منفي مقابلې مېکانیزمونو، د فشار مدیریت او مخدره توکو څخه د ځان ساتنې په اړه ماشومانو، ځوانانو او لویانو ته د عامه پوهاوي غونډې دایرول.
7.    په ټولو اړونده برخو کې د عملیاتو او خدمتونو نقشه برابرول لکه روغتیایي، رواني، سرپناه، واش، محافظت ، معیشت او نور.
8.    د عملیاتو په ساحه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو د شبکې په پراختیا کې مرسته کول.
9.    هغه ماشومان او لویان پېژندل، چې د ټولنې ملاتړ او یا ځانګړو خدماتو ته اړتیا لري.
10.    د راجع کولو لپاره له رامنځته شویو څانګو سره اړیکه نیول او راجع شوي کسانو تعقیبول.

11.    هغه اشخاص او کورنۍ تعقیبول چې دوامداره او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.
12.    د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو د راپور ورکولو لپاره د سیستمونو پراختیا.
13.    ځانګړو خدماتو ته اړتیا لرونکي اشخاص د رواني روغتیا متخصص ته ورپیژندل او راجع کول.
14.    د MHPSS خدماتو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل او راجع کول.
15.    په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کول.
16.    د ټولنې په کچه د MHPSS روزنیزو او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستل.
17.    د MHPSS څانګې د مدیر سره همغږي او همکاري کول.
18.    د MHPSS هغو رضاکارانو لپاره چې د MHT سره کار کوي د خپلو د فعالیتونو ورځني، اونیز او میاشتني پلانونه چمتو کول.
19.    د MHPSS د څانګې مسئول ته اونیز او میاشتنی راپور ورکول.

وړتیاوې
1.    یوه ښځه او خاوند (کپل) چې د لیسانس تر کچې زده کړې ولري.
2.    رواني ټولنیز کورسونه یې لوستي وي.
3.    په ارواپوهنه یا ټولنیز ساینس PHPSS برخه کې تجربه ولري. 
4.    په دواړو ملي ژبو (پښتو او فارسي) خبرې وکولی شي او له انګلیسي ژبې سره بلدیت ته ترجیح ورکول کېږي.
5.    د ټولنې په کچه د ټولنیز کارکوونکي په توګه کاري تجربه درلودل.


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies