د کابل مرستون مشمولینو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د روژه ماتي وېشنه!

د دوشنبې په ورځ د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ترکیې د سرې میاشتې په مرسته د مرستون ۴۰۰ روژه نیوونکو مشمولینو ته روژه ماتی ورکړل شو، چې په دې روژه ماتي کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس او د ترکیې هېواد سفیر هم ګډون کړی وو.

