د پروان ولایت ښوونیز مرکز کې د بېلابېلو برخو له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه!

د پروان ولایت ښوونیز مرکز کې د بېلابېلو برخو له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن شنبه د شعبان د میاشتې پر ۲۳مه، د پروان ولایت په ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر، انګلیسي، لیک لوست او ریاضي په برخو کې له ۱۰۵ تنو زده کوونکو څخه د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته آزموینه واخیستل شوه.