د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۳۴
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

یکشنبه، ۳۰ د صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د کډوالو د برخې له مسئول ښاغلي برو یانیک سره افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او لاسنیوي په موخه ناسته وکړه. 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي په پار په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستې حیاتي وګڼلې او د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې او ستونزو د ژر حل لپاره یې د پراخو بشري مرستو غوښتنه وکړه. 
ښاغلي یانیک د راستنېدونکو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او مرستو برابرولو ژمنه وکړه او له افغاني سرې میاشتې سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS