د مرکزي دفتر د امنیت او مصونیت رییس معرفي شو!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ۴۸۴حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د لیندۍ پر ۴مه نېټه محمد ظهير همدرد د محافظت او مصؤنیت د رییس په توګه د داخلي تفتيش د رييس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدی، د بشری منابعو د رییس نورالحق یوسفي ، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس عرفان الله شرفزوی او یو شمېر کارکونکو په شتون کې معرفي شو.