د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۱۳
b

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې د سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز ددې بشردوستانه مرستې د مننې ترڅنګ دا ډول بېړنۍ مرستې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې اغېزمنې وبللې او د سعودي عربستان د خلکو او حکومت څخه یې د ورته بشري مرستو د دوام هیله وکړه.
د سعودي عربستان سفیر په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې به د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ودریږي، د دوی لاسنیوی به کوي او د بشري مرستو د پراختیا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په مرسته شوو توکو کې ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، ۵۰۰ د پخلنځي توکو سيټونه، ۱۴۱ ټنه ( ۲ زره بستې) بیلابیل خوراکي توکي( اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، بوره) او ۲۴ ټنه خُرما شامله وه.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS