د روغتیا او رواني ملاتړ ښوونیز ورکشاپ!
نن دوشنبه د ذوالقعدې پر ۲۱ مه د ډنمارک د سره صلیب په مرسته د افغاني سرې میاشتې د قندهار، هرات، پکتیا، لوګر، خوست، ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او سمنګان نمایندګیو او مرکزي دفتر ځینو کارکونکو لپاره څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو.
ددې ښونیز ورکشاپ موخه د کارکونکو د پوهاوي د کچې لوړول، په ځانګړې توګه له پېښځپلو وګړو ټولنیز رواني ملاتړ دی.