د راستنو شوو کډوالو دوامدار ملاتړ؛ فراه بالابلوک کې له ۳۰۰ کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو مرسته وشوه
شنبه، ٢٠ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۲ کیلو مالګه، ۲ قطی رُب او ۱ پاکټ سرېلاک په کې شامل وو.
سربېره پر دې هرې کورنۍ ۱ کمپله، د لوښو مینځلو ۱ بوتل شامپو، د سر مینځلو ۱ بوتل شامپو او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي هم ترلاسه کړل.
د دې مرستې موخه د راستنو شوو کورنیو د ژوند د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
