د جګړې پر وخت څنګه د ټپیانو لومړۍ روغتیایي مرسته وکړو؟

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۵:۴۸
د جګړې پر وخت څنګه د ټپیانو لومړۍ روغتیایي مرسته وکړو؟

په همدې اړه د افغاني سرې میاشتې د روغتیاپالو له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د قلعه باشي په سیمه کې د افغاني سرې میاشتې ۲۵ تنو رضاکارانو ته درې ورځني ورکشاپ کې عملي او نظري زده کړه ورکړل شوه. په یاد ورکشاپ کې دوی ته ور زده کړل شول، چې د ژوند حیاتي نښې څه دي؟ ټپي ته څنګه تنفس ورکول کېږي؟ د شدید ټپ پر مهال زړه ته څنګه مرسته ورکول کېږي؟ ټپ څنګه تړل کېږي، مات هډوکي څنګه تړل کېږي؟ د ټپي وینه څنګه بندېږي؟ ټپي روغتون یا د امن سیمې ته څنګه لېږدول کېږي؟ لیوني سپي خوړلي کس سره څنګه لومړنۍ مرسته وشي او مار چیچلي ته څنګه لومړۍ روغتیایي مرسته ورکول کېږي؟

 

د جګړې پر وخت څنګه د ټپیانو لومړۍ روغتیایي مرسته وکړو؟

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS