د بېلابېلو توکو د چمتو کولو په موخه د ‎داوطلبۍ ناستې وشوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۳۴
د بېلابېلو توکو د چمتو کولو په موخه د ‎داوطلبۍ ناستې وشوې

دوشنبه، ۲۰ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د ‎افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې ۱۳ قلمه د روغتیا ساتنې بستو، ۱۸ قلمه انساني کرامت بستو او ۳ قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ درې جلا جلا ناستې وشوې.
دغه ناستې چې د افغاني سرې میاشتې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وې، موخه یې د روغتیايي ساتنې بستو، انساني کرامت بستو او نشراتي توکو چمتو کول و.
په داوطلبیو کې ۱۱ سوداګريزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود چې د اسنادو تر دقیقې ارزونې وروسته، هغه شرکتونه چې د شرایطو له مخې ګټونکي وګڼل شي، د یادو پروژو د ترسره کولو قراردادونه به ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۵۱
Background image

کابل؛ د سختو ورښتونو له امله ۳۴ زيانمنې کورنۍ له بېړنیو مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو (کلکان، فرزه، میر بچه کوټ، شکر دره، بګرامي) کې هغه ۳۴ کورنۍ، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۲۸
Background image

نیمروز کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کې ۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي بشري مرسته ووېشل شوه.

د هرې کورنۍ په مرسته کې ۷ کمپلې، ۱ ترپال. . .

BACK TO NEWS