د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار؛ افغاني سرې میاشتې، آی سي آر سي او ملي ټولنو نړيوال فدراسیون ګډه ناسته وکړه

دوشنبه، ۲۲ ربیعالأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د ګډو بشري خدمتونو د اغېزمنتیا او لا ښه والي په موخه په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې آغلې کترینا ریټز، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې هُما نادر سره په ګډو چارو کې د ښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بشري همکارۍ او همغږۍ برخه کې د آی سي آر سي او نړیوال فدراسیون په دوامداره ملاتړ خوښي وښوده او زیانمنو ته یې پر وخت د خدماتو په رسولو ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د آی سي آر سي مشرې او د نړیوال فدراسیون مشر د ګډو بشري خدمتونو او همغږۍ برخه کې د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ مننه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د ستونزو د حل، ظرفیت لوړونې او ګډو فعالیتونو برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.