د بامیانو ولایت د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ اړوند د ښوونیز مرکز ځوانو رضاکارانو لس کسیزی کمیټې میاشتنې غونډه ترسره كړه!
نن شنبه د صفر په ١٦ مه، د بامیانو ولایت د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ اړوند د ښوونیز مرکز ځوانو رضاکارانو لس کسیزی کمیټې میاشتنې غونډه ترسره كړه. په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې پر بشرپالو خدمتونو او د رضاکارانو په ارزښت خبرې وشوې او د راتلونکې میاشتې پلان ګډونوالو سره شریک شو. د یادونې وړ ده چې یاده لس کسیزه کمیټه د چارو د ښه سمون په موخه هره میاشت دغه ډول ناستې دايروي.