د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ؛ د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۵:۶
H

جمعه، ۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په پیل سره، د دې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او د ولایتي مجامعو غړو په بېلابېلو سیمو کې د اعانې ټکټونو د پلور له لارې د مرستو راټولولو لړۍ پیل کړه.

دغه ځانګړې اونۍ هر کال د میزان میاشتې له ۲۴ مې نېټې پیلېږي او موخه یې د سوداګرو، هټۍ‌ والو، د نقلیه وسایطو له خاوندانو، دولتي کارکوونکو، زده‌کوونکو او نورو خیرپالو هېوادوالو د مرستو راټولول دي.

راټولې شوې مرستې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي، د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې، د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د ملاتړ او د نورو بشري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.

افغاني سره میاشت له ټولو خیرپالو هېوادوالو غواړي چې د اعانې ټکټونو په پېرلو سره د اړمنو کورنیو د لاسنیوي، د زړه سوري لرونکو ناروغو ماشومانو د درملنې او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې له اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو سره د بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

کابل؛ د داخلي تفتیش لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د داخلي تفتیش او پلټنې تر سرلیک لاندې د داخلي تفتیش او مالي ریاستونو د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه لس ورځنی. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ؛ د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه

جمعه، ۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په پیل سره، د دې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او د ولایتي مجامعو غړو په بېلابېلو سیمو کې د اعانې ټکټونو د پلور له لارې د مرستو. . .

BACK TO NEWS