د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانورالدین ترابي د کندهار نمایندکۍ د مرستون، سیمه ییز دفتر، ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیایي ټیمونو له کارکوونکوسره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۳:۴۵
محترم ملا نورالدین ترابی با کارمندان دفتر ساحوی ، نماینده گی کندهار، مرستون کندهار و کارمندان تیم های ثابت و سیار صحی ملاقات نمود!

سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري (حمل) میاشتې پر ۹ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانور الدین ترابي د سویل لویدیځ زون په ریاست کې د کندهار نمایندکۍ، مرستون، ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیایي ټیمونو له کارکوونکو سره وکتل. په یاده لیدنه کې د سویل لویدیځ زون رییس ښاغلي حاجي اختر محمد خادم، د نمایندکۍ رییس مفتي فیض الله فیضي، د مرستون آمر امین الله، د کلینیکونو ډاکترانو او مسوولینو ګډون درلود.

ښاغلي ملانورالدین ترابي د هر کارکوونکي د دندې له کړنلارې سره سمې سپارښتنې وکړې، نوموړي وویل هر کارکوونکی باید خپله دنده په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره ترسره کړي، کوم کارکوونکي، چې نوي ګمارل شوي هغوی باید د کارونو په زده کړه کې لا ډېر کوښښ وکړي، پخواني کارکوونکي باید خپلې دندې په صادقانه توګه مخته یوسي.

نوموړي د هر کارکوونکي ستونزې او لاسته راوړنې په ورین تندي واوریدې او د ستونزو د هواري ډاډ یې ورکړ، په پای کې ټولو کارکوونکو ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په اخلاص او ریښتینولۍ سره مخته وړې.

 

محترم ملا نورالدین ترابی با کارمندان دفتر ساحوی ، نماینده گی کندهار، مرستون کندهار و کارمندان تیم های ثابت و سیار صحی ملاقات نمود!

 

محترم ملا نورالدین ترابی با کارمندان دفتر ساحوی ، نماینده گی کندهار، مرستون کندهار و کارمندان تیم های ثابت و سیار صحی ملاقات نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۶
Background image

بدخشان کې څه باندې ۱۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۱۷ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۲۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

BACK TO NEWS