د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندهار ولایت مرکزي محبس سره د ماشومانو لپاره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۲۸ نېټه دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندهار محبس د ماشومانو لپاره، د درې قلمه غیر خوراکي توکو مرسته د کندهار ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ د رییس ښاغلي مفتي فیض الله (فیضي) د محبس مسوول او اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده مرسته کې ۲۰ تختې کمپلې، ۵ ترپالونه او ۳ سیټه د پخلنځي توکي، چې ۲ د بخار دیګونه، ۲ چای جوشې، ۳ چړې، ۲ د اوبو سطلونه، ۲ د لوښوجالۍ، ۳ د دېګ کاچوغې، ۵ دانې د پخلي دیګونه، ۲۱ کاچوغې، ۲۱کاسې، ۱۵ د اوبو څښلو ګیلاسونه شامل وه.