د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازو سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۴:۳۴
سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان هلال احمر قطر  ملاقات نمود!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري (حمل) میاشتې پر ۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې له استازو ښاغلي سعید او آغلې نجلا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د راغلو مېلمنو هرکلی وکړ او د قطر هېواد د سرې میاشتې له مرستو په ځانګړې توګه، چې له ۲۰۱۴زیږدیزکال را په دیخوا یې د روغتیا په برخه تر سره کړي مننه وکړه. نوموړي وویل څرنګه چې تاسو ته مالومه ده په دې وروستیو کې د افغانستان وکړي له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې لاسنیوي او مرستو ته اړتیالري. همدارنګه نوموړي د قطرهېواد د سرې میاشتې استازي له افغانانو سره لازیاتو مرستو او همکاریو ته وهڅول.

په مقابل کې د قطر د سرې میاشتې استازو ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خپلو مرستو پر دوام ډاډ ورکړ او همداراز یې وویل زمونږ د اوسني سفر موخه داده تر څو د نویو پروژو سروې او د پلي کولو په برخه کې یې اقدام وکړو، ځکه په دې وروستیو کې د افغانستان وګړي د تیر په پرتله ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د نوموړو د دې اقدام ستاینه وکړه او د هر راز مرستو ډاډ یې ورکړ.

 

سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان هلال احمر قطر  ملاقات نمود!

 

سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان هلال احمر قطر  ملاقات نمود!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۵:۳۲
Background image

سرپل کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې

پنجشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۱
Background image

دايکندي؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دايکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٨٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

BACK TO NEWS