د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو!
نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب(حوت) د میاشتې پر ۱۵مه نېټه د سوري زړه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان د الخدمت بنسټ ترمنځ د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د الخدمت بنسټ د رییس ښاغلي پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو د رییس ښاغلي غلام حبیب حسام، د روغتیایي خدمتونو رییس ښاغلي ډاکټر سلیم بهرمند او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ د استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د تفاهم لیک د لاسلیک پرمهال دالخدمت بنسټ له استازو مننه وکړه، چې په دې سختو ورځو کې چې د افغانستان وګړي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په ځانګړې توګه د سوري زړه ناروغ ماشومان، چې درملنه یې خورا لوړ لګښت ته اړتیا لري او د اړمنو کورنیو په وس کې نشته له موږ سره مرسته کوی.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د الخدمت بنسټ رییس ته ډاډ ورکړ، چې سره میاشت به د سوري زړه ناروغو ماشومانو په ورپېژندلو کې له پوره دقت او شفافیت څخه کار واخلي او هغه ماشومان به معرفي کوي، چې واقعاً اړمن او بېوزله وي.
نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله له ۷۰۰۰ څخه ډېرو ناروغانو خپل نومونه په افغاني سره میاشت کې ثبت کړي او د انتظار شپې او و رځې سبا کوي، چې ستاسو دا غوره اقدام به د اړمنو او بېوزلو وګړو د مرستې سبب شي.
له بل لوري دالخدمت بنسټ رییس ښاغلي پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن وویل د ناروغو ماشومانو شمېر ددې ښکارندویي کوي، چې په هرو ۱۰۰ تنه زېږېدل شویو ماشومانو له منځه یو تن د سوري زړه په ناغۍ اخته تولد کېږي، چې ډېری یې د بېوزلۍ او غریبۍ له امله روغتیایي مراقبت ته له نه لاسرسي سره مخ دي، موږ په دې برخه کې د افغاني سرې میاشنې ټولنې سره همکار یو.
