د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور د افغان کوریا انستیتیوت له ریس سره لیدنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۹:۱۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور نن سه شنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۲۴ مه، د افغان کوریا انستيتوت له رئیس ښاغلي محمد امین عارف سره د ۱۵۰ اړمنو او بې سرپرسته زده کوونکو ته د زده کړو زمينې برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وويل: افغاني سره میاشت هوډ لري څو د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو ۱۵۰ تنو اړمنو او بې سرپرستو زده کوونکو ته چې عمرونه یې له ۱۶ کلنو لوړ وي؛ پلازمینه کابل کې  د پنځه میاشتنیو حرفوي زده کړو او ليليې د اسانتياوو د زمینې برابرولو ترڅنګ د یادو اړمنو زده کوونکو کورنيو ته په درېوو پړاونو کې خوراکي توکي هم ورکړي.
همدرانګه د یادو ولایتونو څخه به ۶۵۰ تنو بې سرپرستو او اړمنو مېرمنو ته د مالدارۍ، خیاطۍ او ګلدوزۍ په برخه کې د با تجربه ښځينه استاذانو له لوري روزنه هم ورکړل شي. 
د افغان کوريا انستيتوت مسٸول د افغاني سرې مياشتې د خدماتو او بشرپالو فعاليتونو ستاينه وکړه او د پورته ذکر شوو مواردو په اړه يې د پوره چمتووالي او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټول مالي لګښت د قطر پرمختیایي فنډ له لوري تادیه کیږي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS