د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه او ګڼو نورو کلیو کې د هغو سیلاب ځپلو کورنیو له نږدې لیدنه وکړه!
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه او ګڼو نورو کلیو کې د هغو سیلاب ځپلو کورنیو له نږدې لیدنه وکړه، چې تېره شپه د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ورته درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي پغمان ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سیلابونو له امله د جکدلې،شاه قدم،بادام قول،وحدت کلی، کاریز،اتم خېل،قلعه صدیق،ملک کلا،شیخانو کلی،نوی کلی،کتب خېل،قلعه نو،زړه کلا،جنډاخېل، صدرخېل،سره کلا،کټه خېل،بازي خېل او کونج کلیو کې ۷ تنه شهیدان شوي، ۸۰ کورونه ړنګ شوي او ۴۵۰ باغونه لمنځه تللي.