د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول ښاغلي الکساندر متیو، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګینډي او مل پلاوي سره د یو لړ موضوعاتو په موخه لیدنه وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د افغاني سرې میاشتې د خدماتو او بشرپالو فعاليتونو په تړاو د هر اړخيزو او تفصیلي معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د نړیوال فدراسیون له لوري د شویو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې "مونږ ستاسې مرستې په پوره شفافیت تر اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته وګړو رسولي او هیله مو ده، څو راتلونکې کې له افغاني سرې میاشتې سره خپلې بشري مرستې لا پراخې او چټکې کړئ.

ورپسې ښاغلي متيو په خپلو خبرو کې  د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او زیاته یې کړه، چې نړیوال فدراسیون هڅه کوي څو په افغانستان کې د خلکو اقتصادي کچه پورته او د غربت کچه راښکته شي او له افغاني سرې میاشتې سره په هره برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۱
Background image

هلمند ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!

هلمند ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!

نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د نړیوال فدراسیون د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲
Background image

لوګر ولايت کې ۹۶۹۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

لوګر ولايت کې ۹۶۹۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۵۷۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي. . .

BACK TO NEWS